اسلام آباد 18 دسمبر(اے پي پي) موسمياتي بدلون لپ??ره د وزيراعظم خاص مرستيال ملك امين اسلم وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان د لس بېلين ټري سونامي پروګرام له مخې به د پاکستان په ساحل يو ارب د مېنګروز بوټي نالولې شي٬ په دې لړ كښې د جامع منصوبه بندۍ په تيارۍ كار پېل كړې شوے۔ د جمعې په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل يو ارب مېنګروز بوټي به د بل??چستان او سندھ په ساحلي سيمو كښې نالولې ??ي۔ ده ووئيل د نړيوال ماحولياتي تنظيم يو تازه تحقيق له مخې په تېرو 30 كالو كښې پاكستان كښې د مېنګروز په ځنګلات مشتمل زمكه د مختلف ماحول دوسته اقداماتو په سبب 300 چنده زياته شوې٬ هېواد كښې د دې ځنګلاتو زياتولو لپ??ره د نړيوال بېنك په مرسته اړوند وزارت د بل??کاربن ايکوسسټم استراتېژي جوړولو لپ??ره كار پېل كړے او د منصوبه سره به د مېنګروز ځنګلات زيات شي او د نړيوال حدت له امله جوړېدونكې زهرجن ګاز اخراج كښې به كمے راوستلے ??ي۔ ده ووئيل د مېنګروز ځنګلونه د سمندري طوفان مخ نيوي او د دې شدت كښې كمې راوستلو له به ګټور ثابت شي