اسلام آباد 08 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې مريم صفدر او مولانا فضل الرحمان خو د پارلمان غړي نه دي، د دوي په غوښتنه به د پارلمان غړي كله هم استعفٰي ورنه كړي، پاكستان جمهوري هېواد دے، په دې كښې جمهوري حكومت په جمهوري انداز كښې لرے كېدے شي، دې لپاره به د آئيني مودې پوره كېدو انتظار كول وي، تاريخ ګواه دے چې د ج??سې جلوسونو په نتيجه كښې كوم حكومت له مېنځه نه دې تللې او كه كوم حكومت تللې هم دے نو ج??سې جلسونه كوونكو ته څه هم په لاس نه دي ورغلي، د عدالت څخه د تښتېدلي تن صاحبزادي مونږ ته دړكې كوي، مولانا فضل الرحمان په ټول سياست كښې د اسلام كوم خدمت كړے، د كشمير كمېټې چيئرمېن كېدو سره ده دې مسئلې لپاره څه كړي؟ عمران خان په نړۍ كښې د كشمير مسئله ژوندې كړې، په نړيواله كچه ئې اسلاموفوبيا په مدلل انداز كښې وړاندې كړې، اپوزيشن جمهوري حكومت لرې كولو لپاره هرې يوې غېر جمهوري طريقې اختيارولو ته تيار دے، د سياسي پناه اخستونكو مقصد په اقتدار كښې كاروبار لپاره راتلل دي. ده دا خبرې د نهې په ورځ د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار سره يو ځائ د وفاقي كابينې د غونډې نه پس مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال وكړې. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل چې د حكومت لخوا د مېډيا مننه كوو څوك چې د كووېډ 19 دوهمه چپه په غوره ډول په ډاګه كول، مونږ وړومبې چپې ته په كاميابې سره ماتې وركړې. حكومت د يوې حكمت عملې د لارې د روزګار او ژوند تحفظ باوري كړے، د كورونا دوهمه چپه د وړومبې چپې نه زياته سخته ده. په تعليمي ادارو، شادي هالونو او رېستورانونو كښې بېلا بېل بندېزونه لګول شوي دي، اېن سي او اسي د ډېټا د تجزئې نه پس وړاندېزونه كړي او حكومت عملي كړي. ده ووئيل چې د كورونا خپرېدو په وجه په روغتونونو بوج زياتېږي، د آكسيجن بېډز استعمال زياتېږي، كه هم داسې وائرس خپرېدو نو حكومت ته به نور سخت بندېزونه لګول وي او د دې آغېز به په كاروبار او معيشت هم كېږي. ده ووئيل چې په احتياطي تدابيرو عمل كولو سره د دې وائرس خپرېدنه محدود كېدے شي ځكه چې په ژمي كښې د دې د ښكار كېدو اثرات زيات وي. ده ووئيل چې په پېښور كښې د اكسيجن د كمي د پېښې نه پس ټولو صوبو ته هدايت شوے چې هغه د ضلعي هېډكوارټرز په كچه د آكسيجن ذخيره وكړي او د ضرورت په وخت دې په سمدستي توګه وكارول شي. د 200 ټن فېكټري پېداوار به پېل شي. ده ووئيل چې اولس ته خواست دے چې د كورونا دوهمه چپه په سنجيدګې سره واخلي، د ماسك استعمال ضروري دے. ده ووئيل چې اپوزيشن د غېر ذمه وارې او بې حسې ثبوت وركولو سره ناټك كوي، دا د هېواد او اولس په ګټه نه دے، هغه خلق كوم چې اولس لپاره كومه اېجنډا نه لري، د تېرو 11 كلونو په مهال ئې حكمراني كوله، نتيجې د دوي په خوښه رانغلې او دوه كاله د خاموش پاتې كېدو نه پس اوس دوي ته خيال راغلو چې د كال 2018م په ټاكنو كښې درغلي شوې. ده ووئيل چې ټاكنې او د دې نتيجې د چا په خوښه نه شي كېدې، اپوزيشن خپله خوښي غواړي. مولانا فضل الرحمان چې ماتې وخوري ن و غلط او چې زوې ئې په ټاكنو كښې بريالې شي نو ټاكنې سمې دي. هم دا ډول د سندھ حكومت هم دا دريځ لري. ده ووئيل چې د دې خلقو لوټ، قبضه او كرپشن بند شوے، اوس ترسېږي. د دوي په دور كښې غر??ب نور غريب شوے او د دوي كاروبار وده كړې. ده ووئيل چې مونږ د حكومت نه بلكې د هېواد بچ كولو هڅې كوو. دې دواړو ګوندونو د يو بل په ضد مقدمې جوړې كړې دي. ده ووئيل چې مريم صفدر وائي چې څوك استعفٰي نه وركوي، د كور محاصره به ئې كوو. د اطلاعاتو وزير ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په ملګرو ملتونو كښې چې د حضور نبي كريم ﴿ص﴾ د ناموس تحفظ لپاره قرارداد ??نظوري كړے، په تېر وخت كښې داسې كوم قدم نه دے پورته كړے شوے. د رائې د اظهار د آزادې په تشريح مونږ ټينګار كړے، دا زمونږ د سفارتكارې كاميابي ده. ده ووئيل چې نړيوالې ستونزو حل كوو، د ووړو، چينې او د غلې بېعې ټيټوو، په معاشي اشاريو كښې بهتري راغلې، سږكال د جون د مياشتې نه قرض نه دې زيات شوے. وفاقي وزير ووئيل چې د كورونا په وجه د هېوادونو معيشتونه تباه شوي دي، د ګاونډي هېواد ??ند معيشت وګورئ ، مونږ په دې كښې ډېر بهتر يو. ده ووئيل چې تېره ورځ افغان دولت د وزيراعظم عمران خان د اوسنې دورې په رڼا كښې د هغه په مشرې كښې د پالېسو ستائنه كړې. ده ووئيل چې په پي آئي اے كښې تبادلې د معمول خبره ده، څوك په جبر نه وباسو خو د چا چې كوم ځائ ضرورت وي، هغه ځائ ته لېږل كېږي. په رضاكارانه ريټائرمنټ به دوي ته پرېكړه شوي مراعات ترلاسه كېږي. د اطلاعاتو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل چې استعفٰي وركول ډېر اسان او ټاكنې ډېرې مشكلې دي څوك چې په ټاكنو كښې برخه اخلي ، دا هغوي ته معلومه ده، په دوي كښې دننه دومره مخالفت دے، په دې معامله تقسيم دي.