فېصل آباد 18 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د پاكستان جامع پرمختګ لپاره به د كال 1960م د لسيزې په صنعتي پاليسي عمل كولې شي او په دې لړ ??ښې ب?? د ??نعتكار په مشوره نوې پاليسي تشكيل كولې شي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د فېصل آباد چېمبر دستورې ته په خپله وېنا ??ښې وكړې. په دستوره ??ښې د پنجاب ګورنر چوهدري مح??د سرور، د پنجاب وزيراعلٰي سردار عثمان بزدار، وفاقي او صوبائي وزيرانو، د اسمبلې غړو او صنعتكارو په لويه شمېره ګډون وكړو. وزيراعظم ووئيل چې د كال 1960م د صنعتي پالېسې په نتيجه ??ښې پاكستان هغه وخت په تندې سره پرمختګ كولو كله چې په كال 1970م ??ښې ذوالفقار علي بهټو د اسلامي سوشلزم په نوم صنعتونه په قومي چوكاټ ??ښې واخستل او دې لپاره ئې دا جواز وړاندے كړو چې د پاكستان ټول دولت تر 22 كورنيو محدود دے. ده ووئيل چې بايد مونږ د قوميانې پاليسي په ځائ اضافي سرمايه په غريب اولس خرڅ كولو لپاره قانون سازې كړې وې. ده ووئيل چې اوس هم د صنعتي پرمختګ ضرورت دے چې دغسې سرمايه كار خپل دولت زياتولو سره سره اضافي سرماي?? د ??لقو د غربت په ختمولو خرڅ كړي. ده د چين مثال وركړو او وې وئيل چې چين د دې طريقې له مخې صنعتكاري وكړه، اول سرمايه كارو دولت زيات كړو او بيا ئې د 70 كروړ نه زيات خلق د غربت نه رابهر كړل. ده ووئيل چې بايد په هېواد ??ښې داسې ماحول پېدا نه كړے شي چې زياتې پېسې ګټل جرم وګڼل شي. ده ووئيل چې بايد سرمايه كار په جائز ډول منافع وكړي او بايد حكومت په دې لړ ??ښې ضروري اسانيې وركړي. د چينې مافيا ذكر كولو سره ده ووئيل چې كمپټېشن كميشن آف پاكستان وئيلي دي چې د چينې ملونو د كارټيلائزېشن د لارې په ګډه د چينې بېعه لوړه كړه او خلق ئې د ګرانې طوفان سره مخ كړل. ده ووئيل چې حكومت به په هېواد ??ښې د صنعت كارې او د برآمداتو ډاډګېرنه كوي او په دې لړ ??ښې به زياتې اسانيې پېدا كولې شي. ده ووئيل چې حكومت كاروبار لپاره اسانيې پېدا كوي. په اېف بي آر ??ښې پرله پسې د اصلاحاتو عمل روان دے. په دې لړ ??ښې ډېجيټلائزېشن رائج كولې شي. ده ووئيل چې د كووډ په وجه په ټوله نړۍ سخت وخت راغلے، د ټولې نړۍ معيشتونه كمزوري كېږي خو د پاكستان په معيشت ??ښې تندي راځي. ده ووئيل چې مونږ د سمارټ لاك ډاٶن د لارې نه يوازې غريب خلق بچ كړل بلكې معيشت مو هم بېرته مستحكم كړو. ده په دې لړ ??ښې د اېن سي او سي ښه پلانونه وستائيل. د?? د ??ماد اظهر او د خپلې معاشي ډلې هم ستائنه وكړه كومې چې صنعتون?? د ??يان نه بچ كولو لپاره په وخت اقدامات وكړل. ده په دې لړ ??ښې د سټېټ بانك د ګورنر هم ستائنه وكړه. ده ووئيل چې د صنعتي پرمختګ عمل بېرته بحال شوے خو مونږ ته به د كورونا د دوهمې چپې نه بچ كېدو لپاره په خپله حفاظتي اقدامات كول وي. ده ووئيل چې كه د كورونا رنځوران زيات شول نو په روغتونونو د فشار زياتېدو په نتيجه ??ښې به په معيشت هم منفي آغېز وشي.