اسلام آباد۔ 18نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم د ابلاغ خصوصي مرستيال ډاكټر شهباز ګل د مخالفې ډلې ګوندونو ټاكنو كښې د ټګۍ تورونه رد ك??لو سره وئيلي دي چې د ګلګت بلتستان اولس د مخالفې ډلې كرپټ لارښودو بې بنسټه كيسې دفن ك??ې۔ د شورؤ په ورځ ټي وي چېنل سره خبرو كښی هغه ووئيل د پاكستان تحريك انصاف د ګلګت بلتست??ن ټاكنو كښې بريا د وزيراعظم عمران خان په مشرتابه د اولس د باور څرګندونه ده او ګلګت بلتستان د پاكستان مسلم ليګ نون د لارښود د كركې سياست مسترد كړو۔ ډاكټر شهباز ګل ووئيل نن چې كوم خلك نعرې پورته كوي هم هغوي پخوا قومي خزانه لوټ كړې وه ځكه خو اولس دغه خلك مسترد كړې دي۔ هغه ووئيل د پاكستان مسلم ليګ نون او پيپلز ګوند كرپټ لارښود د پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ كومه ايجنډا نه لري۔ هغه د مخالفې ډلې په ګوندونو زور راوړو چې هغوي دې په ټاكنو كښې د ماتې خوړلو نه قبول??لو بد روايت نه ډډه وكړي۔ او كه هغوي په د ټاكنو په نتيجو كوم اعتراض لري نو هغه دې ثابت كړي۔ هغه ووئيل د ګلګت بلتستان د ټ??لو انتخابي سروے رپورټونو له مخې د پاكستان تحريك انصاف په ټاكنو كښې پوزيشن تر ټ??لو غوره دے۔ وزیر اعظم عمران خان ګلګت بلتستان ك??ې تر ټ??لو زيات مقبول لارښود په توكه رامخے ته شوے دے او د پاكستان تحريك انصاف بريا د وزيراعظم عمران خان په مشرتابه د اولس د باور څرګندونه ده