اسلام آباد 27 اګست (اے پی پی) د خارجه چارو لپاره د مشاورتی كونسل 14مه غونډه د زيارت په ورځ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی په مشرۍ كښې خارجه وزارت كښې وشوه۔ په غونډه كښې افغان امن عمل،د هند غیر قانونی مقبوضه جمو او ??شمیر په صورتحال او ??ه نورو مهمو سفارتی چارو د مشاورت سلسله روانه ساتلو ته صلاح راغله۔په غونډه كښې د وزیر اعظم د قامی سلامتیا خاص مرستيال معید یوسف، پارلیمانی سیكرټری عندلیب عباس، خارجه سیكرټری سهیل محمود، د خارجه چارو نوموړو پوهانو ، پخوانو سفيرانو او ??ورو غړو ګډون وكړو۔ خارجه وزير د كونسل غړي د چين خپلې اوسنۍ دورې په مهال شوو ملاقاتونو څخه خب?? كړل ۔ خارجه وزير افغان امن عمل كښې تر اوسه شوي مثبت پیش رفت څخه هم د كونسل غړي خب?? كړل۔ ده ووئيل مقبوضه جمو او ??شمیر كښې د 5 اګست يو اړخيزه هندي اقدام پ?? يو كال پوره كيدو مونږ په پاكستان ??ښې دننه او ??وله نړۍ كښې د پاكستان سفارت خانو په بشپړه ډول د استحصال ورځ لمانځلې او د ټولې نړۍ پام مو يو ځل بيا په كشمیریانو روانو ظلمونو پلو راګرځولے۔ مخدوم شاه محمود قریشی ووئيل خارجه وزارت د وزیر اعظم عمران خان ??ه سپارښتنه د كورونا وائرس وبا له ??مل?? بيلو هيوادونو كښې د ګېرو شوو ګڼو پاكستانيانو راستنول باوري كړي ۔ په غونډه كښې په سيمه كښې د امن صورتحال او ??ه خاص توګه د مينځني ختيز صورتحال او د هغې د اثراتو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه