ګلګت 05 اګست (اے پی پی) د ټول هيواد غوندې ګلګت بلتستان كښې هم د كش??ير د استحصال ورځ د دې عزم سره لمانځلې شوې چې د مظلومه كش??یریانو د هندي ظلم او جبر او استحصال څخه خلاصولو له هر دول اخلاقی او سفارتی هڅې روانې ساتلې شي۔د دې ورځ په مناسبت سره د ګلګت بلتستان ګورنر راجه جلال حسین مقپون په مشرۍ كښې د ګلګت ګورنر هاؤس څخه يو لاريون وېستلے شو چې پكښې د نګران صوبائی حكومت وزيرانو ، اعلیٰ سول او عسكری قیادت، او د سول سوسائټۍ غړو په ګڼ شمير ګډون وكړو۔ په دې موقع ګډون كوونكو د كش??یریانو سره د يووالي څرګندونې لپاره يوه دفيفه خاموشی هم اختیار كړ?? ۔ د ګلګت بلتستان ګورنر ووئيل آر اېس اېس ترهه ګر او هندي وزیراعظم نریندر مودی نه يواځې د كش??یر مسلمانان بلكه د ټول هند مسلمانان ستونزو سره مخ كړ?? ۔ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د كش??ير مسئله په نړيواله كچه پورته كولو سره د هند حكومت او مودی مكروه مخ په بې نقابه كړے او هغه د ملګرو ملتونو مشرانو غونډه كښې د كش??یر مسئله په ښه ډول وړاندې كړې ۔ ده ووئيل د وزیراعظم عمران خان د ښې او كامیابې سفارت كارۍ په وجه مقبوضه كش??یر د نړيوال پام مركز ??رځېدلے ځكه د امریكې صدر په دې مسئله د ثالثۍ وړانديز كړے ۔ ده ووئيل وفاقی حكومت د 5 اګست ورځ د استحصال ورځ په توګه د لمانځلو پريكړه كړې او مقبوضه كش??یر ئې د پاكستان سركاری سیاسی نقشه كښې په باقاعده توګه د شاملولو منظورۍ وركولو سره كش??یر هائی وے له د سری نګر هائی وے نامې وركولو اعلان هم كړے كوم چې د كش??یر د آزادۍ پلو يو مهم ګام دے