اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير فواد چوهدري وئيلي دي په ټول ګونديز كانفرنس كښې شامل ګوندونه اولس نه خوښوي ٬ حكومت د دوي نه هېڅ مسئله نه لري، د شهيدې بېنظير بھټو په مشرۍ كښې پيپلز پارټي لوي ګوند ٶ، زرداري په ډېره خوارۍ ھغه تر سندھ او اوس بلاول بھټو يوازې تر اندرون سندھ محدو?? كړه ۔ د ??ل په ورځ خپل ويډيو بيان كښې وفاقي وزير ټول ګونديز كفرنس ته ??لوه پارټي كنفرنس وئېلو سره ووئيل دا ټول ګونديز كنفرنس نه بلكې حلوه پارټي ده۔ ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) دا پته نه لګي چې نواز شريف ليډر دے يا شهباز شريف٬ مسلم ليګ نون ته ??ا نه دا معلومه چې د ھغوي مشره مريم نواز ده ٬ خواجه آصف دے يا ??اه?? خاقان عباسي۔ ده ووئيل نن د هغه چا غٶنډه كېدونكې ده څوك چې د سياسي لائحې جوړولو نه دي٬ نن چې كومه غونډه كېږي ھغوي د سياسي لائحه عمل په ځائ په چائے څښلو كښې زياته ??لچسپي لري۔ فواد چوهدري ووئيل نن به كېدې شي مولانا فضل الرحمان د حلوه ټول ګونديز كنفرنس كښې ګډون وكړي٬ كومه پي اے سي چې په حل??ه وشي ھغه به څومره موثره وي