اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم عم??ان خان په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ د سي پېك منصوبو د پېشرفت په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه۔ ??ه دې موقع وزيراعظم عم??ان خان د سي پېك اتهارټۍ په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونې كولو سره ووئيل د چين پاکستان اقتصادي لار د هېواد د روښانه سباٶن ضمانت دے، دا منصوبه به په هر حال كښې بشپړولې شي او د دې خواږه به هر خاص و عام پاكستاني ته رس??لے شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسد عمر، مخدوم خسرو بختيار، عمر ايوب، د تجارت صلاحكار عبد??لر??اق داؤد، د سي پېك اتهارټۍ چيئرمېن ليفټيننټ جنرل (ر) عاصم سليم باجوه او د اړوندو وزارتونو لوړ پورو ګډون وكړو