اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د اېس او پيز په عملي كولو كښې به هېڅ ډول نرمي نه كېږي٬ سخت انتظامي اقدامات په ګرد هېواد كښې پېل كوٶ چې مقصد ئې د حفاظتي تدبيرونو په خلاف ورزۍ سخت سرزنش كول دي دغسې چې په بازارونو٬ ټرانسپورټ او صنعتي څانګو كښې د كرونا خپرېدو مخ نيوے وكړے شي ، ځكه چې ??غلته د كرونا خپرېدو اندېښنه زياته ده٬ د ټ??لو صوبو اولس ته دې دا پېغام ورسولې شي چې ??كومت د سماجي فاصلو او د حفاظتي تدبيرونو په خلاف ورزۍ انتظامي كاروائي پېل كؤنكے دے۔ د شورو په ورځ په نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن س?? او سي) كښئ د غونډې مشري كولو سره ده ووئيل د قامي رابطه كمېټۍ د غونډې په منټس كښې د دې خبرې تصحيح شوې چې په رضاكارانه توګه په حفاظتي اقداماتو عملدرآمد او د خلاف ورزۍ كوٶنكو په ضد به سخت اقدام??ت باوري كولې شي۔ په دې لړ كښې اېن س?? او سي ته د ټ??لو صوبو بشپړ ملاتړ ت??لاسه دے