اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د الوتكې پېښه كښې د حق رسېدليو كورنيو له زر تر زره د معاوضې وركولو امر كړے دے۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر لخوا د جاري شوي بيان له مخ?? صدر ډاكټر عارف علوي سره د پي آئي اے چيف ايګزيکټو آفسر ايئر مارشل ارشد محمود ملك ليدلي او په دې موقع ئ?? صدر ته د كراچۍ الوتكې پېښې نه پس د ر??لف په اقداماتو او د ځپليو د مرستې كولو سره پلټنو كښې د پېشرفت په اړه بريفنګ وركړو۔ ده صدر ته ووئيل تر اوسه 44 مړي خپلو وارثانو ته سپارلې شوي۔ صدر په دې موقع ووئي?? دا يوه لويه پېښه ده چې ټول قام پرې غمژن دے۔ صدر ووئيل د الوتكې په پېښه كښې د حق رسېدليو كورنيو سره په غم كښې برابر شريك يو۔ ده ووئيل پېښه كښې د حق رسېدليو كورنيو سره به د غمرازۍ څرګندونې لپاره رابطه كوم۔ صدر په دې موقع د پي آئي اے لخوا د الوتكې د پېښې نه پس د ر??ليف د اقداماتو او هلو ځلو ستائنه هم وكړه۔