اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د 22 كروړه اولس غوندې مونږ هم هيله لرو چې نېب به د قانون يو ډول اطلاق باوري كړي او د ادارې دننه څخه به د انتقام بوئ نه راځي٬ د بې وسو نيول او د طاقتور پرېښودو تاثر ختمېدل پكار دي ٬ نېب دې د چا د نيولو نه وړاندې د حقائقو جاج واخلي٬ قانوني تقاضې دې ترسره كړې شي او د ګرفتارۍ نه پس منسوب تورونه دې ثابت كړې شي ٬ د دغې نه پس د عدالتونو كار دے چې څوك خوشې كوي يا سزا وركوي٬ حکومت ميډيا سره تصادم نه غواړي او نه ميډيا سره ښكر ووهل د كوم حكومت لپاره ګټور وي٬ موجوده حکومت د ميډيا په آزادۍ پوخ باور لري٬ مير شکيل الرحم??ن د ميډيا هاٶس څښتن كېدو سره سره کاروباري شخصيت هم دے ٬ د ھغه نيول د كاروباري شخصيت په توګه دي٬ يو كس د ميډيا آزادۍ سره تړل د صحافتي اقدار?? خلاف ورزي ده٬ كه د يو كس د ذاتي مالياتي مسئلو نېب تفتيش كوي نو دې سره حكومت هېڅ تعلق نه لري٬ صحافتي کاز د فرد واحد د مفاد نه زيات پرته وي۔ د جمعې په ورځ د پي آئي ډي په ميډيا سنټر كښې ميډيا ته د بريفنګ په مهال ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د جنګ او جيو ګروپ د مالك مير شکيل الرحم??ن د ګرفتارۍ نه د ميډيا د لارې خبر شوې يم٬ صحافتي ورورولۍ سره تعلق لرونكي يو غړي د بلې صحافتي ادارې د غړې په ضد در??وا??ت وركړې چې پرې حكومت هېڅ واك نه لري٬ د مير شکيل الرحم??ن د ګرفتارۍ په معامله د حكومت په ضد ډنډوره كېږي۔ دې ووئيل د وزيراعظم چغه د احتساب ده او ھغه د كرپشن نه پاك پاكستان غواړي٬ ۔ دې ووئيل د عمران خان په مشرۍ كښې آزادې ادارې په غېرجانبداره طريقه خپل كار كوي٬ پرونۍ پېښه كښې د نېب كردار د حكومت د پوزې پېزوان ګرځول او دا تاثر وركول چې حكومت د صحافتي ورورولۍ قتل كړې دا د صحافتي اقدار?? خلاف ورزي ده ۔ خاص مرستيالې فردوس عاشق اعوان ووئيل د يوې ادارې د مالك په كاروباري او مالي معاملو كښې كېدونكې انكوائرۍ يا ګرفتاري ميډيا سره تړل او ھغه د حكومت په ضد د رائے وركولو سره تړل هم د صحافتي اقدارو نفي ده۔ دې ووئيل زه پوخ باور لرم كه نېب مير شکيل الرحمان صاحب په داسې تورونو نيولې وي چې له مخې ئې ھغه د وخت وزيراعظم څخه پلاټ اخ??تې او په ھغې پلاټونو كښې ئې وزيراعليٰ څخه رعايت غوښتې وي او ھغه ئې خپلې ګټې لپاره كارولې وي نو ھغه به تورونو ته مخ شي٬ كله چې دوه ډلې خپل موقف عدالت ته وړاندې كوي نو عدالت د حقائقو په بنياد پرېكړ?? كوي۔ دې ووئيل نېب چې د كومو حقائقو په بنياد د مير شکيل الرحمان ريمانډ اخ??تې مونږ هيله لرو چې نېب ب?? كوټلې ثبوت رامخې ته كړي دغسې چې نېب موقف ته د آئين او قانون سرلوړي ترلاسه ش۔ دې ووئېل مير شکيل الرحمان او د ھغه ميډيا ګروپ سره تړون لرونكي خبريال??ن دې هم په حكومت د تنقيد كولو په ځائ ثبوت عدالت ته وراندې كړي ځكه چې په عدالتونو هېڅوك شق ن?? كوي٬ جيو او جنګ ګروپ له هم عدالت څخه دا هيله لرل پكار ده۔ دې ووئيل د مير شکيل الرحم??ن د ګرفتارۍ پېښه حكومت يا وزيراعظم سره تړل د صحافتي اقدارو نفي ده٬ كه تاسو ګڼۍ چې تاسو سره زياتې شوې نو تاسو په دې خپل موقف خامخا وړاندې كړې خو د حكومت موقف هم واورۍ ځكه چې دا د ميډيا صحافتي ذمه واري ده۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل نېب حكومتي نه بلكې آزاده اداره ده٫ هيله لرو چې عدالتونه به د آئين او قانون په رڼا كښې د ثبوتونو په بنياد پرېكړه وكړي۔