اسلام آباد 06 مارچ (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې تر درې لسيزو په قام مسلط شوي نن خپلې ناكامۍ قبلوي’ د پخواني وزیراعظم شاهد ??اق??ن عباسی بیان د جرم اعتراف دې’ د پاكستان اولس د دوه كورنيو موروثی او سیاسی ماډل څخه بیز??ره دي، اولس عمران خان وزیراعظم منتخب كولو سره نوې ل??ره لټولې ده۔ د دې خيالاتو څركندونه دې د جمعې په ورځ د پخواني وزیر اعظم شاهد ??اق??ن عباسی بیان نه پس جاری شوې خپل يو ټويټ كښې كړې كوم كښې چې هغه وئيلي چې” د نير وخت ماډول د هېواد مسئل حل نه كړې شوي د نوې لارې لټولو ته اړتيا ده”۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د شاهد ??اق??ن عباسی دا بیان په اصل كښې د جرم اعتراف دې۔ دې ووئيل تر درې لسيزې په قام مسلط شوې نن د قام په وړاندې خپلې ناكامۍ قبلوي۔ دې ووئيل د پاكستان اولس عمران خان وزیراعظم منتخب كولو سره نوې ل??ره لټولې ده، د پاكستان اولس د دوه كورنيو موروثی سیاسی ماډل څخه بیز??ره دې۔ دې ووئيل نن د جمهوریت خبرې كونكې په خپل دور كښې آئینی بدلون كولو سره د بادشاه سلامت جوړيدو هڅې كوي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل ”كمپنی سیاست” كښې ټول شیئرز كورنۍ ته ترلاسه كېږي،د هغوي جمهوریت دا ؤ چې مشر ورور پخپله وزیراعظم، كشر ورور وزیراعلی، ور??ره د لوئې صوبې مختاراعلی جوړ شوې ؤ دغسې د هغه لور ”سوپر وزیراعظم” درجه لرله ‘ عمران خان د اولس هغه مقبول لارښود دې چا چې په حقیقی توګه د اولس راج قائم كړې۔دې ووئيل وزیراعظم سبا كراچۍ ته ځي چرته به چې هغ?? د ??ويو لويو اولسي پروژو پرانسته كوي۔