اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر او د دفاع وزير پرويز خټك په هڅو په خېبر پښتونخوا كښې د 30 ورځو راهسې روان د ډاكټ??ان?? په هړتال كښې مثبت پېشرفت شوے او ډاكټ??ان?? د 25 اكتوبر په اسلام آباد كښې د پرلت وهلو كال بيرته اخستې دے۔ د سپيكر آفس د اړخه جاري شوي بيان له مخې حكومتي ډله كښې پرويز خټك ٬ اسد قيصر او نور الحق قادري شامل وؤ۔ د ګرينډ هيلتھ الائنس د اړخه درې ډاكټران په خبرو پلاوي كښې ناست وؤ۔ د دفاع وزير پرويز خټك په دې اړه ووئيل د ډاكټ??ان?? ګرينډ الائنس سره خبرې كاميابې شوي ۔ د ډاكټ??ان?? جائز غوښتنې اوريدلې شوي او د عملدرآمد باور وركړې شوي۔د غوښتنو او مسئلو حل لپاره د ك??ېټۍ جوړولو پريكړه شوي۔ده ووئيل ډاكټران به د ك??م هم پرلت يا احتجاج برخه نه ګرځي۔ ډاكټران قائل كړې شوي چې د ك??م هم سياسي كمپائن برخه به نه ګرځي۔ د ګرينډ هيلتھ الائنس لارښود ډاكټر عامر تاج وئيلي دي د حكومتي پلاوي سره خبرې د نتيجې وړ ثابت شوي۔ ډاكټ??ان?? او هيلتھ ملازمانو پرلت په سمدستي توګه ځنډولې۔حكومتي پلاوي د مسئلو حل كولو لپاره د وزيراعظم سره د خبرو اترو كولو باور راكړې دې