اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پی پی) د برېښنا او پیټروليم وفاقي وزير عمر ايوب خان وئېلي دي په خېبرپښتونخوا كښې به تر دسمبر 100 فيډرې د برېښنا غلا څخه پاكې كړ?? شي٬په كومو به چې لوډ منيجمنټ هم زيرو كړې شي ٬ په دغې فيډرو كار روان دے٬د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت پھ ورځ د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان سره په اسلام آباد كښې په يو ملاقات كښې وكړه۔په دې مو??ع د خزانې صوبائي وزير تيمور جهګړا٬د توان لپاره صوبائي صلاحكار حمايت الله خان٬جهانګير خان ترين٬د پاور ډويژن سېكتر او نور افسران هم موجود وو۔په ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا صوبې برېښنا او ګاز په اړه په چارو خبرې وشوې۔عمر ايوب خان په صوبه كښې د صنعتونو او كاروبار ودې لپاره د برېښنا٬ګاز او پیټروليم څانګې د اړخه د مرستې او د ټولو اقداماتو باور وركړو۔ده و??ئيل د برېښنا او ګاز مهمې منصوبې په خېبرپښتونخوا كښې پېل شوي۔ده و??ئيل قامي نظام كښې زياته برېښنا موحود ده او مو??ږ هڅه كوو چې زياتو سيمو له د تعطل نه غېر برېښنا وركړو۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د برېښنا غلا او بل نه وركوونكو ??ه ضد د پاور ډويژن سره د مرستې كولو د عزم پخلې وكړو۔ده و??ئيل په دې لړ كښې به صوبائي حكومت د پيسكو هر ډول مرسته كوي