پېنډۍ 60 ستمبر (اے پي پي) د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي چې په کشمیریانو ظلم زمونږ د صبر آزمېښت دے، پاکستان به كله هم كشميريان يوا??ې او د حالاتو په رحم او كرم نه پرېږدي٬ د هندي اقداماتو له امله منطقه كښې د جنګ او ??دامنۍ وريځې راخپرېدي٬ کشمیر د پاكستان د تكميل نامكمله اېجنډا ده٬ د ترهګرۍ په ضد كامياب جنګ نړۍ لپاره يو مثال دے٬ تر څو چې د وطن جان نثاران موجود دي څوك پاكستان ته په خيرونو سترګو نه شي كتلې٬ د شهيدانو قربانۍ به عبس نه ځي٬ تر آخري سلګۍ٬ تر آخري پوځي او ??خري ګولۍ به جنګېږو۔ سرلښكر دا خبرې د جمعې په ورځ ?? پوځ په مركزي دفتر كښې د دفاع او ??هيدانو ورځ مناسبت سره دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ د دستورې باقاعده پېل قامي سرود غږېدو سره وشو او ?? دې نه پس بګل غږولو سره شهيدانو ته سلام وړاندې كړې شو٬ د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د شهيدانو په يادګار حاضري وكړو او ?? ګلونو څادر ئې هم خپرولو سره فاتحه خواني هم وكړه۔ د دستورې په مهال د 65 جنګ په اړه ښودلې شوې دستاويزي فلم كښې دښمن ته وركړې شوې د عبرت ناك ماتي قيصه بيان كړې شوه۔ په ډاکیومنټري كښې د شهيدانو د كورنيو تاثرات هم وړاندې كړې شول چې ورسره په دستوره كښې د ګډون كوٶنكو سترګې نم شوې۔ د دفاع او ??هيدانو ورځ په دستوره كښې د شهيدانو كورنۍ په خاص توګه رابللې شوې وې۔ په دستوره كښې غېر ملكي سفيرانو٬ حكومتي غړو او ??علٰې عسكري چارواكو هم ګډ??ن وكړٶ۔ دستورې ته خپلې وېنا كښې د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ووېيل ټول قام شهيدانو ته سلام وړاندې كوي٬ شهيدان زمونږ پېژندګلې دې٬ د خپلو شهيدانو د كورنيو حوصله ليدلو سره زما اعتماد زيات شوې٬ كله چې ضرورت راغلې زامنو لبېك كړې٬ شهيدانو خپل پرون زمونږ سباٶن لپاره قربان كړې ۔ سرلښكر ووئيل د پاكستان جوړېدو څخه د پاكستان د بقاء سفر د شهيدانو عظيم قربانيو سره ښائسته كړې شوې دې٬ بشپړه باور سره وائم چې زمونږ د شهيدانو قربانۍ به عبس نه شي۔ ده ووئيل نن پاكستان د امن او سلامتيا پېغام وركوي٬ نن پاكستان كښې د امن ب