اسلام آباد 08 جولائی (اے پی ??ی) وزیراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې په هوائي ميد??نو??و د کرپشن په ضد د زیرو ټالرینس پالیسی خپله كړئ ، په هوائي ميد??نو??و د بيلو ادارو ترمينځھ مشاورت دې لا زيات كړې شي دغسې چې مسافرو ته څه ډول ستونزې ورمخې ته نه شي۔ ده دا سپارښتنه د هوائي ميد??نو??و ښه انتظام او په خاص توګه مسافرو ته د پېښو ستونزو لرې كولو پھ اړه د غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د كورنيو چارو وزير بریګیډیئر (ر) اعجاز شاہ، د كورنيو چارو سيكتر میجر (ر) اعظم سلیمان خان، د نارکوټکس کنټرول سيكتر امجد جاوید سلیمی، د هوا بازۍ سيكتر شاہ رخ نصرت، د اینټی نارکوټیکس فورس ډی جی میجر جنرل محمد عارف، د هوائي ميد??نو??و د امنيتي ځواكونو ډی جی میجر جنرل ظفر الحق، د اېف آئی اے ډی جی بشیر میمن او نور سینئر افسرانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د هېواد په هوائي ميد??نو??و ښه انتظامات او پھ خاص توګه مسافرو ته پھ هوائي ميد??نو??و امنيتي ، امیګریشن او نور ضروری مراحلو په مهال په پېښو مسئلو او د هغې په حل كولو تفصیلی بریفنګ وركړې شو۔ په دې موقع وزیراعظم ووئيل سرمایه کارۍ، سیلګرۍ ودې او بهر هېوادونو كښې پاکستانیانو ته هر ډول اسانۍ وركولو ته حکومت پام لرنه كوي۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانیان د هېواد قیمتی اثاثه ده ٬ د هغوي مسئلو حل كولو ته پام لرنه وكړئ۔ ده ووئيل په هوائي ميد??نو??و د بيلو ادارو ترمينځه کوآرډینېشن لا زيات كړئ دغسې چې مسافرو ته څه ډول ستونزې نه ورمخې ته كېږي۔