اسلام آباد 20 مئی (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د 18 نه تر 19 مئي د ك??ي?? سركاري دورې كړې او د ك??يت قياد?? سره يې د شريكې خوښې په چارو خبرې اترې كړي۔خارجه وزير د خپلې دورې پھ مهال د ك??يت امير شېخ صباح الحمد الجابر الصباح سره ملاقات وكړو۔د خارجه وزير هركلي كولو سره د ك??يت امير د پاكستاني قيادت او اولس لپاره د خپلې مينې څرګندونه وكړه٬خارجه وزير د پاكستان اولس مشر د اړخه د ك??يت امير له د پاكستان دورې بلنه وركړه٬خارجه وزير د وزيراعظم د اړخه يو خط هم د ك??يت امير ته وړاندې كړو٬په خط كښې پاكستاني وګړو ته د ويزې آسانيو په حقله د مرستې خواست شوې وو۔خارجه وزير د پلاو په كچه د ك??يت امير سره خبرې اترې هم كړي۔په دې مهال د دوه ړاخيزه اړيكو جاج اخستلې شوې۔خارجه وزير تجويز وركړو چې دواړه هېوادونه دې اداره جاتي تګلاره وضعه كړي۔دواړه اړخه د ملګرو ملتونو٬او آئي سي٬اے سي ډي او په نور نړيوال فورمز مرستې روان ساتلو ته سلا شو۔سيمه ايز امن لپاره د ك??يت د هڅو اعتراف كولو سره خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬سيمه ايز امن او استحكام ودې له د دواړو هېوادونو ترمينځه د نزدې مرستې تجويز وركړو۔خارجه وزير د ك??يت دوهم وزيراعظم او د ك??رنيو چارو وزير شېخ خالد الجراح الصباح سره هم وليدل او هغه سره يې پاكستانيانو ته د ويزې پھ اړه په ستونزو خبرې اترې وكړې۔دواړه اړخه په دې سرخط نورو خبرو كولو ته سلا شول۔په كويت كښې د مېشته پاكستانيانو د خذماتو اعتراف كولو سره دوهم وزيراعظم او د ك??رنيو چارو وزير د پاكستان څخه هنرمنده او پیشه وره تربيه لر??نكو افرادي قوت ترلاسه كولو كښې خوښي څرګنده كړه۔اعلٰی كچ ملاقاتونو نه علاوه خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬د ك??يت اعلٰی كچ كاروباري شخصياتو او سرمايه كارو سره هم ملاقات وكړو او هغوي له يې په ټولو څانګو كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه وركړه۔خارجه وزير هېواد ته د راستنېدو څخه وړاندې په كويت كښې پاكستاني ورورورلۍ ته خطاب هم وكړو