اسلام آباد ۔ 21 اپرېل (اے پی پی)دپاكستان خارجه دفتر په لائن آف كنټرول (اېل او سي) ?? تجارت ځنډولو په اړه په هندي پرېكړه د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري كړې شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې ?? تجارتي اسانيو په ناوړه توګه د كارول كېدو په اړه هندي ادعاګانې هېڅ حقيقت نه لري۔ هن?? تجارتي آسانۍ قاچاق ٬ نشائي توكو ٬ جعلي كرنسۍ او ترهګرۍ له د كارولو غلطه او د دروغو پراپېګنډه كړې ده۔ خارجه دفتر وئيلي چې هند د مقبوضه كشمير د اولس سولييزې هڅې تجارت سره د تړلو ناوړه هڅه كړې ده۔ تجارت د دواړو هېوادونو ترمينځه د باور زياتولو له يو بنيادي عنصر ګڼلې شي۔ دواړو هېوادونو د سفارتي هڅو په نتيجه كښې د شريك باور زياتولو له ?? تجارت پرېكړه كړې وه ولې د هند لخوا شوې پرېكړې سره د باور بحالۍ او دې كښې د زياتوالي هڅې ځپلې شوي دي۔ خارجه دفتر په اېل او سي تجارت ځنډولو له پاكستان سره د مشاورت نه غېر د شوې هندي پرېكړې په سختو ټكو كښې غندنه كړې ده۔ تجارتي بندېزونو سره به د كشميريانو مسئلې سوا شي كومو ??ې دې آسانۍ څخه استفاد?? كوله۔ د هندي ګامونو څخه وروستو د پاكستان ?? كردار په اړه خارجه دفتر ووئيل چې پاكستان به د كشميري اولس خپلو كښې رابطو او د آسانيو رسنې ګامونو عمل روان ساتي كوم چې د كشمير شخړې په سبب ځپلې شوې دې۔ پاكستان په هند زور راوړو چې د تضاد ختمولو او دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو له مثبت سوچ ضروري دې دغسې چې اختلافات خپلو كښې د مذاكراتو د لارې حل ك??ې شي