اسلام آباد ۔ 01 اپرېل (اے پی پی) د سټېټ بېنک آف پاکستان لخوا د جوړ كړې شوي الېکټرانک منی انسټی ټیوشنز رېګولېشنز اجراء شوې ده۔ د خزانې وفاقي وزير اسد عمر د ګل په ورځ يو?? دستوره كښې د دې رېګولېشنز په باضابطه توګه اجراﺀ وكړه۔ په دې مهال خپل خطاب كښی د خزانې وفاقي وزير سټېټ بېنك آف پاكستان ته په دې مهم پېشرفت مباركي وركړه۔ ده ووئيل معيشت كښې به ??دلون د جدت ډیجیټلائزېشن ??ې لارې څخه راځي۔ ده ووئيل په عمومي توګه اولس د روايتي بېنكنګ نېټ ورك څخه بهر پاتې كېدل خپل ځان لپاره ګټور ګڼي ولې د الېکټرانک منی ټر??نسفر په ډول خذماتو او آسانيو څخه استفا??ې له به ??لق اوس په ډیجیټل نېټ ورک كښې شاملېږي۔ ده ووئيل زمونږ معيشت د نورو مسئلو سره سره د اشرافيه هم ښكار پاتې شوې دې۔ د ادائیګو او وصولو الېکټرانک نظام د معيشت بنيادي برخه جوړېدې شي۔ په ??ې لړ كښې به ?? منی ټر??نزېکشنز مانیټرنګ فعاله نظام ته هم اړتيا وي دغسې چې د دې د ناوړه كارولو مخنيوي وكړې شي۔ د خزانې وزير ووئيل مونږ د ټېكنالوجي او دې سره تړلو نورو څانګو كښې د نړۍ څخه وړاندې نه ډېر وروستو يؤ۔ مونږ له به ??ې لړ كښې پرله پسې وړاندې تلل وي او جدت له به ?? خپل بېنكنګ نظام پرانستل وي۔ دې څخه وړاندې د سټېټ بېنك دوهم ګورنر جمیل احمد د ای منی انسټی ټیوشنز رېګولیشنز په اهميت او مقاصدو رڼا واچوله۔ په دې مهال د سټېټ بېنک ډائرېکټر پېمنټ سسټم سهېل جبار د ای اېم آئی رېګولېشنز په اړه بشپړه پرېزنټېشن وړاندې كړو