اسلام آباد 28 جنوری (اے پی پی) د قامي اس??بلۍ سپيكر اسد قيصر د ايوان غونډه په ښه ډول چلولو لپاره د وزيراعظم عمران خان٬د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف او د پخواني اولس مشر آصف علي زرداري پشمول د 13 غړو پارليماني ضابطه اخلاق كمېټۍ اعلان كړې ۔د قامي اس??بلۍ سېكرټرېټ له مخې د قامي اس??بلۍ سپيكر د قامي اس??بلۍ نه په منظور ??وي تحريك د قواعد او ضابطو٬د قاعده 2007 ٬ د قاعده 244(بي)له مخې اختيارات كارولو سره كمېټي تشكيل كړې۔ د ټرمز آف ريفرنس له مخې كمېټي به د قواعدو او ضابطو له مخې د قامي اس??بلۍ د غړو د رويې جاج اخلي او د قامي اس??بلۍ سپيكر او غړو د رويې په اړه د رالېږلو شوو كيسونو جاج به هم اخلي۔كمېېټي به د ثبوتونو نه غېر په مېډيا په راغلې كومه معامله يا عدالت كښې په كومه مقدمه كاروائي نه كوي۔كمېټي به په درېم مياشتني بنياد د اس??بلۍ د غړو د رويو په اړه راپور وړاندې كوي۔كمېټي به د خپلو قواعدو طريقه كار جوړولو واك لري۔د كمېټۍ په غړو كښې د حكومتي ډلې مشر عمران خان د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف٬د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد٬د كورونو او ودانو وزير طارق بشير چيمه٬د انفارمېشن ټېكنالوجي وزير خالد مقبول صديقي٬د قامي اس??بلۍ غړي آصف علي زرداري٬اسد محمود٬خالد حسېن مګسي٬اختر مينګل٬غوث بخش مهر٬نوابزاده شاه زين بګټي او امير حې??ر خان هوتي