اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د جمهوريت تحفظ لپاره د ميډيا د هلو ځلو ستائنه كولو سره په ميډيا زور رواړې چې ميډيا دې د صحت په اړه او سماجي مسائل رامخې ته كولو لپاره خپل فعاله كردار ولوبوي٬ ميديا بايد هېواد او قام ته د پېښو بحرانونو لرې كولو له معاونت وكړي٬ رائے عامه هوارولو كښې ??يديا مهم كردار لري۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ كونسل آف پاكستان نيوز پېپرز اېډيټرز (سي پي اېن اي) تر سېوري لاندې پاكستان ميډيا كنونشن ته خپلې وېنا كښې ??كړې۔ په كنونشن كښې د سي پي اېن اي صدر عارف نظامي، عمومي سېكتر عبدالجبار خټك او د میډیا صنعت سره تړون لرونكو نو??وړو شخصياتو ګډون وكړو۔ اولس مشر بېلا بېلې سماجي مسئلې رامخې ته كولو سره ووئيل پاكستان كښې ??زدې 90 فيصده مېرمنې خپل وراثتي حق نه محرومه دي۔ ده په ميډيا زور رواړو چې ھغوي مسائل رامخې ته كولو سره د حكومت معاونت وكړي اوپه اولس كښې شعور پېدا كړي۔ اولس مشر د سماجي مسئلو په اره د اولس د خدمت وړ پېغامونو ته زيات ځائي وركولو كښې ??يديا ادارو له د اېوارډ وركولو عنديه هم وركړه۔ د میډیا د مالياتي مسئلو په اړه خپلو خبرو كښې ده هيله څرګنده كړه چې په قامي معيشت كښې بهترۍ سره د ميډيا په څانګه كښې به هم په معاشي توګه بهتري راشي خو پر??ټ ميډيا له به د ډيجيټل او سوشل ميډيا غونډې د چېلنجونو مقابلې كولو سره رامخې ته كېدل وي۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل ميډيا د رياست د څلورمې ستن حېثيت لري او د ميډيا صنعت كښې د ارتقاء عمل نن هم روان دے٬ ده ووئېل ميديا په تيارو كښې ??شعال بل كړے٬ په سختو حالاتو كښې ئې په جمهوري هلو ځلو كښې خپل كردار ترسره كړې۔ ده ووئيل وړومبې ورځپاڼې او مجلې وې٬ بيا پر??ټ ميډيا سره الېكټرانك ميديا خپل ځائ جوړ كړو او اوس بېلا بېلو ورځپاڼو د اي پيپرز شكل اختيار كړې ۔ ده ووئيل څنګه چې د ميډيا په صنعت كښې د ارتقاء عمل روان دے نو ورسره د خبر ذريعې هم بهترېږي۔ ده ووئيل اګرچه الېكټرانك او سوشل ميديا په تندۍ سره پر??ختګ كوي خو د پر??ټ ميډيا اهميت پ