اسلام آباد ۔ 14 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي موجوده حكومت د هېواد ناوړه حالت بدلولو له په ډھانچه جاتي اصلاحاتو عمل كوي۔ د قامونو په ژوند كښې ډھانچه جاتي اصلاحات تل يو تكليف وركوؤنكې پړاؤ وي ولې دې څخه وروستو يو ښه او سوكاله دور پېل شي۔ داطلاعات وزارت دې د حكومت اصلاحاتي ايجنډ?? او مقاصد څرګندولو له خپل كردار ترسره ??ړي?? د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د ګل په ورځ د اطلاعات وزارت بېلو څانګو مشرانو ??ره ملاقات كښې وكړه۔ ملاقات كښې د اطلاعات وزير چوهدری فواد حسېن، خاص مرستيال افتخار درانی او یوسف بېګ مرزا هم موجود وو۔ په دې مهال وزيراعظم ووئيل موجوده حكومت د هېواد د تاريخ اولنې حكومت دے كوم چې د هېواد ناوړه حالت بدلولو له د خپل منشور ترمخه په اسټرکچرل ریفارمز (ډھانچه جاتی اصلاحات) عمل كوي۔ ده ووئيل زمونږ د هڅو مقصد د ذاتي ګټې ترلاسه كول نه بلكې د هېواد قوي كول او د اولس خېر ښېګړه ده۔ ده د اطلاعات وزارت ته امر وكړو چې هغوي د حكومت اصلاحاتي ايجنډ?? او مقاصد څرګندولو له خپل كردار ترسره ??ړي?? ده ووئيل مضبوطه ٬ متحركه او ذم?? واره ميډيا د هېواد تعمير او پرمختګ او د اولس خبر ساتلو له بنيادي كردار ترسره كوي۔ د اطلاعات وزارت دې د حكومتي پالېسيو په اړه د ميډيا د لارې د اولس باخبره ساتلو له لا متحرك كردار ترسره ??ړي?? وزیراعظم ووئيل د ميډيا په اړه د حكومتي پالېسيو په حقله د بې بنسټه ګنګوسو ٬محركاتو څخه ښه خبر يؤ۔ ده ووئيل كومه مهذبه او ذم?? واره ټولنه د بې بنسټه خبرونو ?? تشهير اجازه نه وركوي۔ د بې بنياده خبرونو مخنيوي په مشن كښې دې ميډيا سره تړون لا مضبوط كړې شي۔ ده هدايت وكړو چې د وزارتونو ?? اولسي اړېكو اړوند چارواكي دې د ميډيا معلوماتو ته رسن?? او د سمو اطلاعاتو وړاندې كولو لپاره فعاله كردار ترسره كړي