اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئيلي دي چې تعليمي ادارو لپاره بېلا كړې شوې زمكه به د ناجائز قبضه كو??نكو نه بېرته ترلاسه كو??ې شي او چا ته به هم قانون په لاس كښې د اخستلو اجازه ورنه كړې شي٬ په قائداعظم پوهنتون كښې په 240 كنال كښې 180 كناله زمكه د ناجائز قبضه كو??نكو نه بېرته ترلاسه كړې شوېِ٬ د تجاوزاتو په ضد عمليات د سياست نه بالا او د قانون له مخې دي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په قائداعظم پوهنتون كښې خبريالانو سره د خبرو په مهال وكړې۔ په دې موقع وفاقي وزير د پوهنتون په زمكه د ناجائز تجاوزاتو خاتمې لپاره د روانو عملياتو په اړه بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل چې تعليمي ادارې قوم ته د تعليم زېور وركوي٬ هم دا ادارې د قومو ??الت ښه كو??۔ له بده مرغه د قائداعظم پوهنتون په 200 اېكړه زمكه د څو كلونو نه ناجائز قبضه وه۔ ده د قبضه كو??نكو نه د قائداعظم پوهنتون په زمكه ترلاسه كو??و د سي ډي اے او د اسلام آباد انتظاميې ستائنه وكړه او وې وئيل چې په دې كارروائې كښې ټولې ادارې فعاله كردار ترسره كو??۔ ده ووئيل چې د 180 كناله زمكه بېرته ترلاسه كړې شوې او 60 كناله په ګوته كړې شوې۔ مونږ هڅه كو?? چې ټول ناجائز تجاوزات ختم شي۔ له بلې خوا د قائداعظم پوهنتون د اېلومينائي اېسوسي اېشن عمومي سېكتر مرتضٰي نور د پوهنتون زمكه بېرته ترلاسه كو??و هركلې كړے۔