اسلام آباد 25 اكتوبر (اے پي پي) وزيرا??ظم عمران خان به د چينائي قيادت په بلنه د 2 نه تر 5 نومبر د چين سركاري دوره كوي٬د وزيرا??ظم چوكۍ سنبالولو نه پس به دا د ده د چين وړومبۍ دوره وي٬د خارجه وزير شاه محمود قرېشي پشمول د ا??لٰی كچ پلاوي به هم ده سره وي۔ د خارجه دفتر وياند د اړخه د زيارت په ورځ جاري شوي بيا?? له مخې دا دوره د پاك چين ست??اتېژكي شراكتدارۍ څخه عبارت ده او روايتي اړيكې رامخې ته كوي۔ د خپلې دورې په مهال به وزيرا??ظم د چين اولس مشر شي جن پنګ او وزيرا??ظم لي كي كيانګ سره ملاقاتونه كوي۔ په دې مهال به د دوه اړخيزه اړيكو د بېلو چارو جاج اخستلې شي۔ په دې موقع به په بېلو څانګو كښې په ګڼو لوظ نامو او د مرستې په يادښتونو لاس ليك هم كولې شي۔ د بيجنګ دورې نه پس به وزيرا??ظم وړومبې چائنا انټرنېشنل ايمپورټ ايكسپو كښې ګډو?? له د شنګهائي دوره كوي چرته چې د پاكستان درآمدي مصنوعاتو نندارتون كېږي۔ وزيرا??ظم عمران خان به د ايكسپو پرانستې په موقع مقرر هم وي۔ د شنګهائي فورم په موقع به وزيرا??ظم د نورو نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه هم كوي۔ وزيرا??ظم به د چين مالياتي او كارپورېټ څانګې لارښودو سره هم ليده كاته كوي۔ په بيان كښې وئېلي شوي دي چې پاكستان او چين په بېلو څانګو كښې نزدې مرسته لري٬دواړه هېوادونه سيمه ايز امن او استحكام او د اقتصادي مرستې لپاره په باقاعده توګه ست??اتېژكي رابطې لري۔ د پاك چين ترمينځه معاشي او صنعتي مرستې ته د پاك چين اقتصادي راهدارۍ نه پس پراختيا ترلاسه شوې۔ د وزيرا??ظم دورې سره به د دواړو هېوادونو ست??اتېژېكي اړيكو ته وده ترلاسه شي او دوه اړخيزه شراكتدارۍ ته پراختيا وركولو نوې لارې به پرانستلې شي