اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد سره د چائنه رېلوے انجينئرنګ كارپورېشن ډائرېكټر جنرل زهي نم ژانګ د نهې پھ ورځ د رېلوے په وزارت كښې ليدلي او پاكستان رېلوے بهترۍ له ئې د هر ډول مرستې باور وركړے۔وفاقي وزير په ډاګه كړه چې پاكستان د چين سره پخوانۍ ملګرتيا لري۔ده ووئيل پاكستان رېلوے به د سي پېك كاميابۍ كښې بشپړه كردار ترسره كوي٬مونږ د اېم اېل ون ??ه علاوه په نورو منصوبو هم د چين د مرستې خوښي لرو۔ده ووئيل د عمران خان د كرپشن په اړه زيرو ټالرنس پالېسي ??ه٬په دې موقع د رېلوے چيئرمېن جاوېد انور٬سي ??ي او آفتاب اكبر٬د رېلوے بورډ سېكتر فرخ تيمور٬مريم ګېلاني او نور چارواكي هم موجود وو