اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير پر??ېز خټك وئيلي دي د ګوند ټكټ د چا په وېنا نه بلكې د ګوند زيات خذمت كوونكو ته و??كړې شوې٬زمونږ سياست موروسي نه دے بلكې زمونږ كورنۍ د تېرو 70 كلونو څخه په سياست كښې ده او مونږ شپه او ورځ د اولس خذمت كوو۔د ګل په و??ځ يو نجي ټي وي چينل پروګرام(جواب چاهيے)كښې ده ووئيل زما د كورنۍ نور كسان هم شپه او ورځ د اولس خذمت كوي٬ دوي يوه پېسه هم د حرامو خوړلې نه ده٬ځكه يې اولس خوښوي او په ټاكنو كښې دوي ته ووټونه و??كوي۔ده ووئيل په تېرو شلو كلونو كښې مونږ ماتې نه ده خوړلې۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل څوك چې د اولس شپه او ورځ خذمت كوي آيا د هغه حق نه جوړېږي چې په ټاكنو كښې برخه و??خلي او د اولس خذمت روان وساتي۔ده ووئيل په مونږ ټكونه كوونكي دې نوښار ته راشي او معلومات دې وكړي چې چرته هم كومه خوشحالي٬غم يا بله مسئله وي نو زمونږ د كورنۍ كسان دغلته ضرور موجود نه وي