اسلام آباد 25 اګست (ا?? پي پي﴾ د تعليم او وظيفه اي تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي چې د صوبو په مشوره به د تعليم په څانګه كښې كار كوو٬ د پاكستان د آئين له مخې به ماشومانو ته تعليم وركوو٬ ليك لوستي پاكستان لپاره هر ډول اقدامات كول زمونږ ذمه واري ده۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د تعليم په وزارت كښې د لو??ې پاې غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې ماشومانو ته به په ريښتينې توګه معياري تعليم وركوو٬ د ر??تل??نكې مياشتې نه به د وزارت د ماتحت ا??ارو دوره كوم۔ په دې موقع وفاقي وزير ته د وزارت سېكتر د ماتحت ا??ارو په اړه بريفنګ وركړو او وې وئيل چې د وزارت ماتحت پنځلس ادارې كار كوي۔ په غونډه كښې د ذيلي ادارو مشرانو هم ګډون وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزير د كوم تاخير نه بغېر د نېشنل اېجوكېش?? پالېسې معرفي كولو اعلان وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل چې د وزارت په ټولو خالي چوكو به په مېرټ بهرتي كولې شي۔