پېښور 15 اګست (اے پي پي) د پاکستان تحریك انصاف د صوبائي اسمبلۍ غړو شاہ فرمان، شهرام خان ترکئۍ او عاطف خان وئيلي دي عهدې هېڅ منعې نه لري اصل څيز د اولس خدمت دے٬ د ګوند مشر مو چې كوم ځائ اېډجسټ كړي مونږ به اعتراض نه لرو او د تېر وخت په نسبت به د اولس زيات خدمت كولو سره د ھغوي باوري له هڅې كوٶ۔د شورو په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خب??و كښې دوي ووئيل اولس سره كړې لوظونه به په هر صورت ترسره كوٶ٬ د ګورنر هاٶس خرڅونه او وي آئي پي كلتور به ختموٶ٬ نوي پاكستان كښ?? به ټول اولس ته يو برابر حقونه وركولې شي٬ دوي ووئېل په شتمند پاكستان كښ?? كه اولس د غربت د كرښې نه لاندې ژوند كوي نو دا زمونږ غلطي ده ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? ووئيل شول د ګورنر جوړېدو په صورت به ګورنر هاٶس نه كاورو ٬ د ګورنر هاٶس خرڅونه او وي آئي پي كلتور به ختموٶ او د قبائي??و محرومۍ ختمولو سره به قبائيلي ضلعې د پرمختګ په لور روانوو۔ شهرام ترکئۍ ووئيل مونږ د اسمبلۍ رواياتو له مخې غوښتل چې د سپيكر او دوهم سپيكر بې مقابلې انتخاب وشي خو مخالفه ډله په دې سلا نه شوه ۔ كه صوبه كښ?? هره ذمه واري راكړې شوه قبولوم به ئې او د اولسي مېنډيټ له مخې به څلور چنده ز??اته خواري كوم۔۔ عاطف خان ووئيل نوې ټاكلې سپيكر او دوهم سپيكر د نرمې لهجې خاوندان دي هيله لرو چې ټولو سره په ګډه به مخ په وړاندې ځي۔ ده ووئيل زما په نزد عهده ضروري نه ده٬ زه سياست ته عمران خان راوستې يم كومه پرېكړه چې ھغه وكړي قبوله به وي هېواد او د صوبې پرمختګ لپاره به په زړه پور كردار ترسره كوم