سرينګر 12 اګست (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې 24 پوليس افسرانو نوكري پرېښودلو سره په ظلمونو كولو د كشميريانو نه بخښنه وغوښتله۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې په دې كښې ځينې افسرانو په جوماتونو كښې په لاؤډ سپيكر اعلان كولو س??ه د نوكرو نه د استعفٰي وركولو اعلان وكړو۔ په پلوامه ضلع كښې د يو جومات امام ته د پوليس افسرانو خطونه راغلي دي چې پكښې ??وي ليكلي دي چې ??وي خپلې نوكرې پرېښولې او د سروس مهال ئې په بې ګناه خلقو چې كوم ظلمونه كړي دي٬ په هغو بخښنه غواړي۔ د سرينګر نه خپرېدونكې ورځپاڼې له مخې د استعفٰي وركوونكو پوليس افسرانو تعلق د ترال سيمې بېلا بېلو كليو س??ه دے۔