اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملك سره د واپډا چیئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) مزمل حسېن ليدلي او ھغه ته ئې هېواد كښې د ا??بو او پن برېښنا په چارو بريفنګ وركړے دے۔ وزیراعظم د واپډا منصوبو په خاص توګه ديامر بهاشا او م??مند بندونو نه خبر كړے شو ۔ د بريفنګ په مهال وئېلې شوو په ديامر بهاشا او د مومند په بند به سږ كا?? كار پېل شي۔ په دیامر بھاشا بند كښې د 8.1 مېليونه ايكړ فټه اوبو جمع كولو ګنجاېش شته او دا منصوبه د 4500 مېګاٶاټ برېښنا پېدا كولو صلاحيت لري ٬ دعسې مومند هائېډرو پاور پراجېكټ به د 1.2 مليونه اېكړه فټه اوبو ذخيره كولو ګنجائش لري او 800 مېګاٶاټ برېښنا پېدا كولو صلاحيت به لري۔ دعسې 1410 مېګاٶاټ صلاحيت ولرونكې تربيلا فائيو د پراخ??يا منصوبه٬ د 2160 مېګاٶاټ برېښنا پېداوار داسو بند سټېچ ټو٬ د 7100 مېګاٶاټ لپاره كرم تنګي بند د دوېم پړاٶ جوړول په منصوبو كښې شامل دي۔ د واپډا چيئرمېن هېواد كښې د ا??بو او برېښنا زيات شوي ضرورت لپاره د واپډا لخوا د پورته كړو ګامونه په حقله ووئېل واپډا تېر كا?? د اګست په مېاشت كښې ډېره بګټي اسلام آباد كښې د 72 زره ايكړا زمكې اوبه كولو او د 2487 مېګاٶاټ برېښنا په قامي ګرېډ كښې د شاملولو لپاره لوے منصوبې ترسره كړې دي۔ كومې منصوبې چې بشپړه كړې شوې په ھغې كښې د كچهي كنال فيز ون ٬ ګولن ګول ٬ تربېلا فور پراخ??يا منصوبه او د نيلم جهلم هائېډرو پاور پراجېكټ شامل دي۔ دغسې د كرم تنګي بند وړومبې پړاٶ په كا?? 2020 كښې بشپړ شي او دغسې د 2160 مېګاٶاټ د داسو هائيډرو پاور پراجېكټ وړومبې پړاٶ به په كا?? 2023 كښې د برېښنا پېداور پېل كړي۔ وزیرا عظم جسټس (ر) ناصر الملك د ا??بو او برېښنا په منصوبو د عملدرآمد په لړ كښې د واپډا په پورته كړو اقداماتو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل هېواد كښې د ا??بو په رامخې ته شوي بحران قابو م??ندلو له كوټلو ګامونه پورته كولو ته اړ??يا ده۔