اسلام آباد ۔24مئی (اے پی پی)?? مسلم ليګ (ن) د قومي اسمبلۍ غړو غوښتنه كړې چې حكومت دې د هندي ډزو په نتيجه كښې په لائن آف كنټرول او وركنګ باؤنډرۍ د وسېدونكو ځپليو كورنيو ستونزو ازالې له په سمدستي توګه مرسته اعلا?? كړي۔ د زيارت په ورځ قومي اسمبل?? كښې ?? مسلم ليګ (ن) غړې ثريا اصغر د اعتراض په نكته ووئيل په بارډر وسېدونكې وګړي د هند لخوا د بې درېغه ډزو په سوب سختو ستونزو سره مخ دي۔ د دې ځپليو كورنيو خېر ښېګړې له بايد كومه اداره يا كمېټي جوړه كړې شي۔ زاهد حامد ددې د موقف تائيد كولو سره ووئيل د ډزو په نتيجه كښې د شهيد او ژوبل شويو كس??نو كورنيو له دې معاوضه اعلا?? كړې شي۔ وفاقی وزیر دانیال عزیز ووئيل په وركنګ باؤنډرۍ پرله پسې ډزې كېږي د صوبائي او وفاقي حكومتونو لخوا په دې لړ كښې بايد كوټلي ګامونه پورته كړې شي۔