اسلام آباد ۔ 9 مارچ (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د جمهوريت استحكام لپاره د ټولو سياسي همكارانو او د قامي ادارو ترمينځه مشاورت او د نظام ساتنې له آئيني ضمانتونه ضروري ??ي۔ په دې لړ كښې به ايوان صدر ټولې ضروري اسانۍ په خوشحالۍ وركوي۔ ټول ګوندونه دې خپل منځ كښې اختلافات يو خوا او د جمهوري عمل مخ په وړاندې بوتللو له خپل كردار ترسره كړي۔ اولس مشر ممنون حسېن د جمعې په ورځ د نيمو موده ترسره كوؤنكو سناتورانو ته د د مخه ښې خطاب كولو۔ په دې مهال د سېنېټ چيئرمېن میاں رضا ربانی، د قامي اسمبلۍ سپيكر سردارایازصادق،دسېنېټ دوهم چيئرمېن مولانا عبدالغفور حیدری، سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفر الحق او د مخالفې ډلې مشر اعتزاز احسن هم خطاب وكړو۔ اولس مشر ووئيل پارلمان د مملكت كار چلولو ٬ د حكومت رخ سمولو او په كاركردګۍ د نظر ساتلو تر ټولو لويه اداره ده كومې ته چې د رياست ټولې ادارې ځواب وركوؤنكي ??ي۔ په اوسنو ورځو كښې د دې يو څو غوره نمونې رامخې ته شوې۔ ده ووئيل راتلونكو ورځو كښې به هم د دې مثبت اثرات رامخې ته شي۔ ده ووئيل د دې عمل ??يا?? فعاله او ګټور جوړولو له به مناسب وي چې د سياسي نظام نور همكارو ادارو او اړوندو قامي ادارو سره د مشاورت اهتمام وكړې ش??۔ ده ووئيل سېنېټ دې دې ته په يوه خله آئینی تحفظ وركړي دغسې چې جمهوري نظام د آئين د منشاﺀ او د اولس د هيلو ترمخه مخ په وړاندې روان كړې ش??۔ ده هيله ولرله چې د قام په لويه ګټه كښې دا كار به په بېړني بنيادونو كولې ش?? دغسې چې تاريخ ئې په ښو ټكو ياد وساتي۔ اولس مشر ووئيل اولس د سېنېټ اوسنيو ټاكنو سره سترې هيلې تړلې ??ي۔ ولې ځينې سياسي لارښودو په دې عمل چې د كوم ډول تورونه لګولې هغه د اندېښنې وړ ??ي۔ ده مشوره وركړه چې چارې د متنازعه جوړولو په ځائې دې غور وكړې ش?? او كه ضرورت محسوس شو نو په ټاكنو نظام كښې دې مناسب بدلون وكړې ش??۔ ده ووئيل د تېرې څه مودې څخه چې هېواد كښې څه شوي د دې يو سوب د سياسي او جمهوري مزاج څخه نابلده پاتې كېدل هم كېدې ش?? او ځينې نور مقاصد ئې هم ۔ ده ووئيل په داسې صورتحال قابو موندل د ټول قام اجتماعي ذمه وار?? ده۔ ولې اولنۍ ذمه واري د سياستمدارو او پارلماني غړو ده۔ ده په ټولو سياسي ګوندونو زور راوړو چې خپل منځه اختلافات يو خواته كولو سره د جمهوري عمل مخ په وړاندې بوتللو له خپل كردار ترسره كړي دغسې چې سياسي عمل مضبوط شي۔ اولس مشر په دې مهال د سېنېټ چيئرمېن مياں رضا رباني د جمهوريت بقاﺀ له د خذماتو ستائنه وكړه او هيله ئې ولرله چې د سېنېټ چيئرمېن او غړي به د مودې ترسره كېدو څخه وروستو هم هېواد لپاره خپل خذمات جاري ساتي۔ ده هيله ولرله چې زمونږ اولس په مسئلو د پوهېدو او د مقابلې كولو حوصله لري او د پاكستان سباؤن ډېر ځلنده دے