اسلام آبا?? 14 ??روری) اے پي پي(اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې په مينځني ختيز كښې امن او استحكام نړيوال امن لپاره ضروري دې٬هيله ده چې په سوريه او لېبيا كښې به زر استحكام پیدا شي٬د دواړو هېوادونو اولس به د امن او څوكالۍ ژوند تېر كړې شي۔اولس مشر دا خبرې د شورو په ورځ لېبيا لپاره د پاكستان نومول شوي سفير ميجر جنرال(ر)ساجد اقبال او سو??يې لپاره نومول شوې سفير ايئر مارشل(ر)راشد كما?? سره د جلا جلا ملاقاتونو په مهال وكړې۔اولس مشر ووئيل چې پاكستان سوريه او لېبيا سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔اولس مشر نومول شويو سفيرانو ته هدايت وكړو چې هغه دې د دواړو هېوادنو ترمينځه د تجارت ودې لپاره اقدامات وكړي او د اولسونو ترمينځه د روابطو اضافې ته دې پام وكړي۔ده ووئيل چې ?? پاكستان لېبيا او د سو??يې ترمينځه په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې اضافه ضروري ده۔ده ووئيل چې لېبيا او سو??يې سره د پاكستان اړيكې تاريخي٬كلتوري او مذهبي دي۔اولس مشر ووئيل چې ?? سو??يې په مسئله زمونږ دريځ د نړيوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د اصولو له مخې دې۔پاكستان غواړي چې ?? چا په خپلواكۍ آغېز ونه شي۔ده هيله څرګنده كړه چې ?? سو??يې د مسئلې به سياسي حل راويستلې شي۔اولس مشر لېبيا لپاره نومول شوي سفير سره په خبرو كښې ووئيل چې په پاكستان كښې د انجينئرنګ٬داروګانو٬كركيلې او د بانك په څانګه كښې تربيې لپاره ډېرې موقعې دي او د لېبيا ادارې د دې څخه استفاده كولې شي۔اولس مشر لېبيا او سو??يې لپاره د پاكستان نومول شوي سفيرانو ته هدايت وكړو چې هغ??ي دې پھ دواړو هېوادونو كښې د پاكستانيانو خېرښېګړی لپاره اقدامات وكړي چې ??غسې دوي ستونزو سره مخ نه شي