اسلام آباد ۔ 08 نومبر (اے پی پی) احتساب عدالت د لندن فلیټس ٬ العزیزیه سټیل ملز او فلېګ شپ ا??وسټمنټ رېفرنسز يو ځائې كولو په ??ړه د پخواني وزيراعظم نواز شريف درخواستونه رد كړې دي ۔ د اورېدنې په مهال پخوانې وزيراعظم محمد نواز شریف ، د هغه لور مریم صفدر او کېپټن(ر) محمد صفدر هم عدالت ته وړاندې شول۔ د شورؤ په ورځ په ??واړو خواستونو محفوظ ??ړې پرېكړه اورولو سره د احتساب عدالت جج محمد بشير حكم وكړو چې په ??رېو واړو رېفرنسز كښې جلا جلا فرد جرم په ځائې ساتلې شوې۔ فاضل جج پخوانې وزيراعظم روسټرم ته راوغوښتو او په هغه ئې فرد جرم ولګولو۔ محمد نواز شریف د جرم د صحت څخه انكار كولو سره چارج شيټ لاس ليك كړو۔ روسټرم كښې پخواني وزيراعظم ووئيل زما نه سياسي انتقام اخستې شي ۔ د سپېځلي ټرائيل حق له مينځه وړلې شوې۔ رېفرنسز په ??دنيتۍ اډانه دي۔ 6 مياشتې وخت كم دے۔ په 6 مياشتو كښې د څلورو رېفرنسز پرېكړه كول دي نو بيا دې يوه نيمه مياشت د يو رېفرنس لپاره وټاكلې شي۔ فاضل جج ريماركس وركولو سره ووئيل د څلورو واړو رېفرنسز پرېكړه به په 6 مياشتو كښې كولې شي۔ دغسې عدالت٬ د رېفرنس نوره اورېدنه تر 15 نومبر وځنډولې وه۔