اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) د ك??مي?? او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وز??ر چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي د آئين او قانون احترام په لړ كښې د محمد نواز شريف او د عمران خان كردار د پاكستاني اولس په وړاندے دے٬ محمد نواز شريف په هره موقع د عدليه احترام او تقدس او د آئين او قانون سرلوړې لپاره سره د خپلو سختو اندېښنو خپل ځان قانون ته ځواب وركوونكې جوړ كړې او د دغې په مقابل كښې عمران خان د آئين او قانون نه هم خپل ځان لوړ ګڼلې۔ په خپل يو بيان كښې وفاقي وز??ر ووئيل د كال 2013م نه واخله تراوسه حالات د پاكستاني اولس په وړاندے دي چې كوم سياسي ګوند او مشر د پرمختګ په اېجنډا او و??ن كار كړے او يو سياسي ګوند او مشرانو ئې په سياسي او معاشي لحاظ د پاكستان غېر مستحكم كولو هڅه كړې۔ وفاقي وز??ر ووئيل د مخالفينو په دې منطق حېران شم چې عمران خان به د تورونو نه بري شي او د نااهلۍ څخه به بچ شي۔ وفاقي وز??ر ووئيل هيله ده عدليه به د عمران خان په معامله داسې پرېكړه وكړي كومه به چې د عدل تقاضو له مخې وي او په هغې به د پاكستان اولس باور وكړي۔