اسلام آباد 11 ستمبر (اے پی پی)پاكستان او ايران د ورورولۍ اړيكو ته وده وركولو او دوه اړخيزه مرسته مضبوطولو له د عزم څرګندونه كړی ده او په دې سلا شوي چې د افغانستان ستونزه هېڅ عسكري حل نه لري او افغانستان كښې د امن لپاره سياسي خبرې اترې او روغه جوړه ضروري ده۔خارج?? وزير محمد آصف د تهران يوې ورځنۍ دوره كښې د ګل پھ ورځ د ايران اولس مشر ډاكټر حسن روحاني سره ملاقات كړے۔ملاقات كښې په شريك تاريخ٬كلتور او اولسي كچ?? اډانه د ورورولۍ اړيكو ته په لا وده وركولو د خيالات?? څرګندونه وشوه او دوه اړخيزه مرسته لا مضبوطولو ته سلا شول ۔تهران كښې د پاكستان سفارت لخوا جاري شوي بيان ترمخه خارج?? وزير خپل ايراني هم څنګ ډاكټر جواد ظريف سره د دوه اړخيزه اړيكو او افغانستان كښې د امن او استحكام لپاره د هڅو پشمول په سيمه ايزه وضعه خبرې وكړی۔د ايران خارج?? وزير ډاكټر جواد ظريف د تجارت سرمايه كارۍ٬مواصلاتي رابطې او د بارډر منيجمنټ پشمول په بېلو څانكو ګښې پاكستان سره د اړيكو لا زياتولو لپاره د ايران د عزم پخلې وكړو۔د??اړ?? خارج?? وزيرانو په مقبوضه كشمير ګښې د هند لخوا د بشري حقونو په خلاف ورزيو اندېښنه څرګنده كړه ۔د??اړ?? په دې خبره زور راوړو چې افغانستان كښې استحكام چې د كومو سيمه ايزو هېوادونو په ګټه دے هغوي بايد د امن هڅو له زيات فعاله كردار ترسره كړي۔د??اړ?? وزيرانو د روهنګيا مسلمانانو په ضد په روانو ظلمونو اندېښنه څرګندولو سره د هغوي مصيبتونو لرې كولو له د بشري خواخوږۍ په هڅو هم زور راوړو۔