اسلام آباد 25 اګست (اے پی پی)خارجه ??زير خواجه ??حمد آصف وئېلي دي چې بايد هره يوه اداره پارلمان ته ځواب وركونكې وي٬كه د سېنېټ چيئرمېن حكم وكړي نو حكومت د ريمنډ ډيوس په كتاب كښې د شوې انكشافاتو څخه د پورته شويو پوښتنو پلټنو لپاره تيار دې٬يوازې پوائنټ سك??رننګ لپاره د دې د پلټنو كولو هېڅ ګټھ نشته۔د دې نه پس د سېنېټ چيئرمېن په دې لړ كښې د سناتور مولانا حافظ حمد الله د پام راګرځونې نوټس سر ته ورسولو۔د جمعې پھ ورځ د پام راګرځونې نوټس ځواب وركولو سره خارجه ??زير خواجه ??حمد آصف ووئيل چې پارلمان ته د حاكميت تر راتلو د داسې پېښو مخ نيوې نه شي كېدې بايد هره يوه اداره ايوان يعني پارلمان ته ځواب وركونكې وي چا كوم كردار ترسره كړې كه د دې تحقيقات كول وي نو بې شكه وئې كړئ خو يوازې پوائنټ سك??رنګ لپاره به د داسې كولو هېڅ ګټه نه وي۔د ديت پېسې د پ??كس??ان حكومت و??كړې دي٬دا پېښه هېرول ښه دي يا تحقيقات كول دي٬پريكړه دې چيئرمېن وكړي٬مونږ به هدايات عملي كوو۔د دې نه پس چيئرمېن دا معامله سر ته ورسوله۔د دې څخه وړاندې سناتور حافظ حمد الله او سناتور اعظم سواتي هم په دې معامله خبرې وكړې۔